Sunday, 25 October 2009

د ماشومانو د واکسین نه پس د تبی د مخنیوي لپاره د پاراسټامولو نه استعمال


ژباړه: فضل فضلی
Lancet Journalسرچینه: بی بی سی او
دخپریدو نیټه: ۲۰۰۹ د اکتوبر ۱۶ مه
د ماشومانو د واکسین نه پس د تبی د مخنیوي لپاره د
(Paracetamol)پاراسټامولو نه استعمال
څیړونکي وایی چی د واکسین نه پس د تبی د مخنیوي په موخه د پاراسټامولو ورکړه کیدای شي هغه معافیت ،چی د واکسین کولو نه وروسته باید منځته راشی، تر منفی اغیزی لاندی راولي.دغه څیړنه په ۴۵۰ (۱-۲۴) میاشتني ماشومانوباندی ترسره شوی. څیړنه ښیي چی د پاراسټامولو ورکړه په اولو ۲۴ ساعتونو کې د تبی د ښکته کیدو لامل ګرځی. خو چکي (Czech) څیړونکي دا هم موندلي چی د واکسین نه پس د درد او تبی پر وړاندی د درملو استعمال، د واکسین پر وړاندی د بدن مثبت غبرګون په ډیره پیمانه راټیټوي.د بریتانی یو داکتر د Lancet طبي مجلی ته ویلي چی پرته له څرګند دلیل څخه په ماشومانو کې د درملو له استعماله ډډه وشي. د څیړنی مشر، پروفیسر Roman Prymula ،وایی چی په طبي کارکوونکو کې داسی یو دود شته چی د میندو او پلرونو د ډاډه کولو لپاره ماشومانو ته د واکسین نه پس د تبی د مخنیوي په خاطر پاراسټامول ورکول کیږي.خو د څیړنی موندنی ښیی چی دغه کار کیدای شی د ګټی پر ځای تاوان ورسوی.تر څیړنی لاندی ماشومان په دوو ډلو وویشل شوی، لومړی هغه ډله چی د واکسین نه پس ورته پاراسټامول ورکړل شوي او دویم هغه ګروپ چی پاراسټامول نه و ورکړل شوي. لومړي ډلی ته په اولو ۲۴ ساعتونو کې دری کرتی پاراسټامول ورکړل شوی و. څیړنی وموند چی د پاراسټامول په ګروپ کې ۴۲ په سلو کې ماشومان د ۳۸ سانتیګرد درجی څخه زیات تبی ونیو او په دویم ګروپ کې دغه شمیره ۶۶ په سلو وه. دغه پایلی د واکسین په لمړنی (Initial) او وروستی (Booster) ډوزونو کې سره ورته وی.خو کله چی په بدن کې د واکسین اغیزی ته پاملرنه وشو، ولیدل شو چی د پاراسټامول ډلی په ماشومانو کې د نویو جوړوشویو انټی باډی ګانو کچه د دویمی ډلی په پرتله ټیټه وه. دا ددی ښکارندوی دی چی د معافیت کچه په هغو ماشومانو کې چی ورته پاراسټامول ورکړل شوي و، ښه نه وه.په معافیتی سیسټم باندی د پراسټامول اغیزیداسی ګمان کیږی چی د پاراسټامولو او یا نورو د تبی ضد درملو دا ډول منفی اغیزی د لومړي ځل لپاره په ګوته شوی وی او څیړونکي فکر کوی چی ښایی پاراسټامول د واکسین پر وړاندی د بدن د معافیتی حجرو غبرګون تر منفی اغیزی لاندی راوړی. پروفیسر Prymula لیکي: “دبدن د معافیت په اړه ددغو موندنو کلینیکی اړیکی تر اوسه پوری ندي روښانه او لازیاتو پلټنو ته اړتيا لري. خو یوه خبره روښانه ده او هغه داده چی پرته له پوره غور څخه په روتین ډول د واکسین څخه وروسته د پاراسټامول له ورکړی باید ډډه وشي”.د Great Ormond Street په روغتون کې د ماشومانو د معافیت یو کارپوه، Dr David Elliman، وایی چی دا ده ته نده مالومه چی تر کومه بریده د واکسین نه پس د پاراسټامولو ورکړه عامه ده خو ده هر کله میندو او پلرونو ته لارښوونه کړی چی ددغه ډول درملو ورکړه اړینه نده.Dr Elliman زیاتوی: “د معافیت د راښکته کیدو په اړه ددغی څیړنی موندنی په زړه پوری او بی ساری دی. زما سپارښتنه داده چی که چیری ماشوم تبه ولری، داسی ګمان ونکړی چی تبه به هرومرو د واکسین له امله وی ـ باید پوره ډاډه شی چی د واکسین نه پرته ماشوم کومه بله ناوروغي ونلري او کله چی ددی ډاډ تر لاسه شو چی ماشوم کوم بل تکلیف نلری نو بیا له ځانه وپوښتی چی آیا دا اړینه ده یواځی تبه تداوی شي؟ د پاراسټامولو ورکړه، د واکسین څخه د مخه او یا وروسته ، په روتین ډول باید ونه هڅول شي. اول داچی کومه ګټه نلری او دویم داچی ددی څیړنی لومړني پایلی ښیی چی کیدای شی د بدن معافیت ته تاوان ورسوی”.

Saturday, 24 October 2009

په ماشومانو کې د نس ناستي (اسهال) له امله د مړینی مخنیوی

ژباړه: فضل فضلی
منبع: روغتیا نړیوال سازمان
په ماشومانو کې د نس ناستي (اسهال) له امله د مړینی مخنیوی
یونسف اود روغتیا نړیوال سازمان د نس ناستي د مخنیوي او درملنی نوی کړنلاره په لاره اچولی- نس ناستی په ماشومانو کې د مړینی دویم ستر لامل دی.۲۰۰۹ د اکتوبر ۱۴ مه، نیویارک/جنیوا: یونسف او د روغتیا نړیوال سازمان نن د نس ناستی په هکله یو نوی خبر خپور کړی. په خبر پاڼه کې راغلي چی د نس ناستی پر وړاندی نړیوالی هڅی باید پیاوړی شي تر څو په مخ پر ودي هیوادونو کې دمیلیونونو ماشومانو د مړینی مخنیوی وشي. نس ناستی په ماشومانو کې دویم ستر وژونکې ناروغي ده.د یونسف اجراییوي مشره،Ann M. Veneman ویلی: “دا د خواشنی خبره ده چی په مخ پر ودي هیوادونو کې هر کال د نس ناستي له امله د مړینی کچه یونیم میلیون اټکل شوی حال داچی په پرمختللي نړی کې نس ناستی یو عادي او ناڅیزه روغتیایي ستونزه ده”. “د نس ناستي پر وړاندی ارزانه او ګټوره درملنه شته، خو له بده مرغه په مخ پر ودي هیوادونو کې یواځی په سلو کې ۳۹ په نس ناستي اخته ماشومان اغیزمنی درملنی ته لاس رسی لری” د یونسف او روغتیا نړیوال سازمان دغه ګډ رپورټ د “نس ناستی: ولی اوس هم ماشومان مري او څه باید ترسره شي” تر سرلیک لاندی خپور شوی. په دغه رپورټ کې یوه اوه مادیزه تګلاره وړاندی شوی. پدی تګلاره کې د نس ناستي د درملنی او مخنیوي لاری چاری په ګوته شوي تر څو په ماشومانو کې د نس ناستي له امله د مړینی د کچی د راټیټیدو موخه ترلاسه شي او دغه راز د اوږدمهالو مثبتو پایلو ډاډ ترلاسه شي. دغه اوه ټکي په لاندی ډول دي:۱: د مایعاتو ورکړه، تر څو په بدن کې د مایعاتو د کمښت یا ډیهایډریشن څخه مخنیوی وشي۲: په درملنه کې د Zincکارول ۳: د روټا وایرس، Rotavirus، او شري یا Measlesد واکسینونو تطبیق۴: میندی تي ورکولو ته وهڅول شي او همدارنګه د ویټامینونو ورکړه۵: د صابون په وسیله لاس پریمنځلو دود ته پراختیا ورکول۶: د اوبو رسولو د سیسټم ښه کول د څومره والي او څرنګوالي له مخی او دغه راز په کورونو کې د اوبو د چاڼ او زیرمه کولو د بڼی ښه کول۷: په پراخه کچه په ټولنه کې د پاکوالي او نظافت دودولد روغتیا نړیوال سازمان مشره،Dr Margaret Chan،وایی: “مونږ پوهیږو چی چیرته ماشومان د نس ناستي له امله مري. مونږ پوهیږو چی څه باید ترسره شي تر څو ددغو مړینو مخنیوی وشي. مونږ باید د حکومتونو او نورو اړوندو همغږو ادارو سره یو ځای کار وکړو تر څو دغه اوه مادیزی تګلاری ته د عمل جامه واغوندو.پخواني بریالیتوبونه او اوسني اړتیاویپه اویایمو او اتیایمومیلادی لسیزو کې د ماشومانو د نس ناستي په اړه نړیوال کمپاینونه ډیری لاسته راوړنی لرلی. دغه لاسته راوړنی د ORSد کارولو او د ډیهایډریشن د مخنیوي په هکله د عامه پوهاوي له برکته وی. ددغو هڅو د ښو پایلو سره سره په نژدیو تیرو کلونو کې نړیواله ټولنه خپله پاملرنه و نورو بیړنیو پیښو ته اړولی. اوس یو ځل بیا ددی اړتیا لیدل کیږی چی د نس ناستي د مخنیوي او درملنی په برخه کې پاملرنه وشي.د نس ناستي درملنه د ORS او Zinc د ګډ استعمال پوسیلهدواړه یونسف او روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوی چی نس ناستی باید د ORS او Zinc پوسیله تداوی شي، دغه درملنه د ناروغی د حملی شدت او د دوام موده کموی. دا ډول درملنه ارزانه، ساده او د ژوند ژغورونکی ده.پاکو اوبو ته لاس رسی، پاکوالي او نظافت ته پاملرنه په ماشومانو کې د نس ناستي د مخنیوي په برخه کې خورا زیات اغیزمن ګڼل کیږی. صابون سره د لاسونو پریمنځل ښودلی چی د نس ناستي پیښی په سلو کې تر څلویښتو زیات کمیږي، پدی ډول د لاسونو پریمنځل د ماشومانو د مړینی د کچی د ټیټولو لپاره یوله تر ټولوارزانه او خورا اغیزمنه لاره ده چی لدی لاری کولای شو دغه (نس ناستی) له یاده وتلی وژونکي ناروغی له امله د ماشومانو د مړینی کچه راټیټه کړو.د څښاک د اوبو، نظافت او پاکوالي د څرنګوالي ښه کولسره لدی چی دغوره اوبو رسولو، نظافت او پاکوالي ګټی و ټولو ته روښانه دي خو بیا هم په سلو کې ۸۸ په نړیواله کچه د نس ناستي ناروغي د ناپاکو اوبو او د ژوندانه د ناپاک چاپیریال له امله منځته راځی. د ۲۰۰۶ میلادي کال د شمیرو له مخی، په اټکلیزه توګه د نړی ۲،۵ ملیارده وګړي د غوره او پاک چاپیریال آسانتیاو ته لاس رسی نه درلود اوپه مخ پرودي هیوادونو کې نږدی په هرو څلورو کسانو کې یو په پرانستی چاپیریال کې ډکی متیازی کړي..

د ماشومانو د واکسین نه پس د تبی د مخنیوي لپاره د پاراسټامولو نه استعمال

ژباړه: فضل فضلی
سرچینه: بی بی سی ۲۰۰۹ داکتوبر ۱۵

په روغتیا باندی د زرغون چاپیریال ګټوری اغیزی
داسی ډیری نښی نښانی شته چی و شنو سیموته نږدی استوګنه روغتیا ته ګټه رسوي. د هغی څیړنی پایلی چی په روانه میاشت کې د Epidemiology & Community Health په مجله کې خپور شوي، ښيي چی د شنو سیمو ګټوری اغیزی زمونږ په روغتیا، په ځانګړي توګه په رواني روغتیا، باندی تر سترګو ګیږی.
په دغه څیړنه کې ۲۴ رواني او فزیکي ناروغی تر مطالعی لاندی نیول شوي. څیړنه دا وښوده چی ددی جملی څخه د ۱۵ مهمو فزیکي ناروغیو کلنی پیښی، په هغو خلکو کې چی و شنو سیمو ته نږدی ژوند کوی، د پام وړ کموالی لیدل کیږي. د چاپیریال ساتنی یو کارپوه وايي چی څیړنه دا په ډاګه کوي چی زرغونی سیمی پخپله چارچاپیره سیمه کې د غوره روغتیا یوه فضا منځته راوړی شي.
دغه څیړنه د هالنډ هیواد دپلازمینی امستردام په VU University Medical Centre پوهنتون کې ترسره شوی. څیړونکي د ۳۵۰۰۰۰ وګړو روغتیايي دوسیی چی په ټول هالنډ کې د ۱۹۵ کورني ډاکټرانو سره ثبت و، ولیدل. یواځی هغه وګړي په څیړنه کې شامل شول چی د کورني ډاکټر سره د ثبت موده د ۱۲ میاشتو څخه زیاته وه، ځکه چی یو کس باید لږترلږه ۱۲ میاشتی په یوه سیمه کې ووسیږي ترڅو وکولای شو چی په نوموړي کس باندی د چاپیریال د پام وړ اغیزی وګورو.
په روغتیا باندی د چاپیریال اغیزی
استوګن ځایونو ته نژدی د۱-۳ کیلومترو په واټن کې د زرغونو سیمو سلنه یا فیصدی په ګوته شوي. په منځني توګه د استوګنی کورونو څخه تر ۱ کیلومتر پوری د شنو ساحو فیصدی په سلو کې ۴۲ او تر ۳ کیلو مترو پوری په سلو کې ۶۱ و. په دغو سیمو کې د ۲۴ ناروغیو کلنی پیښی ترغور لاندی ونیول شوی. په روغتیا باندی ډیری (اکثره) مثبتی اغیزی یواځی په هغو سیمو کې ډیر ولیدل شو چی شنی ساحی د ۱ کیلومتر واټن کې ځای درلود.
یوه استثنی ددی څیړنی په موندنو کې داوه چی په ځینو ناروغیو باندی د شنو سیمو د شتوالی مثبتی اغیزی حتی تر ۳ کیلومترو پوری هم ولیدل شو. ددغو ناروغیو په ډله کې ژوره پریشانی او هیجان، د هضمی سیسټم انتاني ناروغی اود فزیکي ناروغیو ځینی نښی نښانی چی لاملونه یی ندي پیژندل شوي، شامل دي. داهم ولیدل شو چی د نورو ناروغیو په پرتله د شنو سیمو مثبتی اغیزی په هیجانی تشوشاتو او ژور خپګان(Depression) باندی د پام وړ دي.
پریشاني او هیجان (Anxiety disorders)
په هغو سیمو کې چی د ۱ کیلومترشعاع په دننه کې په سلو کې ۱۰ زرغونی سیمی وی، د پریشانی او هیجانی تشوشاتو کلنی پیښی په زرو کې ۲۴ وی حال داچی په هغو وګړو کې چی د استوګنی ځایونه یی په سلو کې ۹۰ شنی سیمی لرلی، ددغه ناروغی کلنی پیښی په زرو کې ۱۸ وی.
د ژور خپګان (Depression) لپاره دغه شمیری په هغو وګړو کې چی په ګڼو ودانیزو سیمو کې ژوند کوی، په زرو کې ۳۲ وی، او په زرغونو سمیو کې په زرو کې ۲۴ وی. څیړونکي داهم ښودلي د ي چی دغه موندنی په هغو ماشومانو چی عمرونه یی د ۱۲ څخه کم دی، ډیر د پام وړ و. پدی مانا چی پدی ماشومانو کې د ژور خپګان (Depression) د پیدایښت خطر په سلو ۲۱ کمیږی.
ددی څیړنی په بهیر کې ځینی ناببره موندنی هم لاس ته راغلی او هغه دا چی شنی سیمی د وینی په فشار باندی کوم ځانګړی اغیز نه درلود او دغه منفی اغیزی په هغو خلکو کې چی عمرونه یی ۴۶-۶۵ و، ډیر د پام وړ و نه په زړو خلکو کې.
څیړونکي پدی باور دي چی زرغونی سیمی د روحی فشار په درملنه کې تر ډیره بریده مرسته کوی اوددی زمینه برابروی ترڅو ټولنیزی اړیکی لاپسی زیات شی. داسی ویل کیږی چی آزاد فزیکی تمرینات او د هوا پاکوالی هم کیدای شی پدی برخه کې یو څه ونډه ولری.
د VU University Medical Centre په پوهنتون کې Dr Jolanda Maas وایی: “دا روښانه ده چی شنی سیمی یواځی د ښکلا، شان او شوکت لپاره ندی بلکی زرغونی سیمی نیغ په نیغه په ناروغیو او د وګړو په روانی حالت باندی اغیزه کوی. دا ډیری (اکثره) هغه ناروغی دی چی شنو سیمو سره تړاو لری، هغه ناروغی دی چی په ټولنه کې پیښی ډیری دی او درملنه یی خورا ګرانه ده په ځانګړی توګه د اقتصاد له نظره. نوپدی اساس دیو سیمی چارواکي باید دغی خبری ته پام واړوي چی ددغه ډول ناروغیو د له منځه وړولو لپاره یو له له ګټورو لارو څخه هم د زرغونو سیمو منځته راوړل دي.”
د Lancaster د چاپیریال ساتنی مرکز یوه کارپوهه پروفیسره Barbara Maher وایی دغه څیړنه په ډاګه کوی چی شنی ساحی په یوه سیمه کې داسی یو محراق جوړوی چی ددغه محراق په چارچاپیره فضا کې سالمه روغتیا په ځانګړي توګه په ماشومانو کې منځته راځی. ددغه محراق مثبتی اغیزی په ډیر اغلب ګمان د هوا دښه والي له امله منځته راځی. هر هغه څه چی مونږ د نوي عصر دککړی فضا څخه ژغوري یوه ښه پدیده بلل کیږی
.

په روغتیا باندی د زرغون چاپیریال ګټوری اغیزی

ژباړه: فضل فضلی
سرچینه: بی بی سی ۲۰۰۹ داکتوبر ۱۵

په روغتیا باندی د زرغون چاپیریال ګټوری اغیزی
داسی ډیری نښی نښانی شته چی و شنو سیموته نږدی استوګنه روغتیا ته ګټه رسوي. د هغی څیړنی پایلی چی په روانه میاشت کې د Epidemiology & Community Health په مجله کې خپور شوي، ښيي چی د شنو سیمو ګټوری اغیزی زمونږ په روغتیا، په ځانګړي توګه په رواني روغتیا، باندی تر سترګو ګیږی.
په دغه څیړنه کې ۲۴ رواني او فزیکي ناروغی تر مطالعی لاندی نیول شوي. څیړنه دا وښوده چی ددی جملی څخه د ۱۵ مهمو فزیکي ناروغیو کلنی پیښی، په هغو خلکو کې چی و شنو سیمو ته نږدی ژوند کوی، د پام وړ کموالی لیدل کیږي. د چاپیریال ساتنی یو کارپوه وايي چی څیړنه دا په ډاګه کوي چی زرغونی سیمی پخپله چارچاپیره سیمه کې د غوره روغتیا یوه فضا منځته راوړی شي.
دغه څیړنه د هالنډ هیواد دپلازمینی امستردام په VU University Medical Centre پوهنتون کې ترسره شوی. څیړونکي د ۳۵۰۰۰۰ وګړو روغتیايي دوسیی چی په ټول هالنډ کې د ۱۹۵ کورني ډاکټرانو سره ثبت و، ولیدل. یواځی هغه وګړي په څیړنه کې شامل شول چی د کورني ډاکټر سره د ثبت موده د ۱۲ میاشتو څخه زیاته وه، ځکه چی یو کس باید لږترلږه ۱۲ میاشتی په یوه سیمه کې ووسیږي ترڅو وکولای شو چی په نوموړي کس باندی د چاپیریال د پام وړ اغیزی وګورو.
په روغتیا باندی د چاپیریال اغیزی
استوګن ځایونو ته نژدی د۱-۳ کیلومترو په واټن کې د زرغونو سیمو سلنه یا فیصدی په ګوته شوي. په منځني توګه د استوګنی کورونو څخه تر ۱ کیلومتر پوری د شنو ساحو فیصدی په سلو کې ۴۲ او تر ۳ کیلو مترو پوری په سلو کې ۶۱ و. په دغو سیمو کې د ۲۴ ناروغیو کلنی پیښی ترغور لاندی ونیول شوی. په روغتیا باندی ډیری (اکثره) مثبتی اغیزی یواځی په هغو سیمو کې ډیر ولیدل شو چی شنی ساحی د ۱ کیلومتر واټن کې ځای درلود.
یوه استثنی ددی څیړنی په موندنو کې داوه چی په ځینو ناروغیو باندی د شنو سیمو د شتوالی مثبتی اغیزی حتی تر ۳ کیلومترو پوری هم ولیدل شو. ددغو ناروغیو په ډله کې ژوره پریشانی او هیجان، د هضمی سیسټم انتاني ناروغی اود فزیکي ناروغیو ځینی نښی نښانی چی لاملونه یی ندي پیژندل شوي، شامل دي. داهم ولیدل شو چی د نورو ناروغیو په پرتله د شنو سیمو مثبتی اغیزی په هیجانی تشوشاتو او ژور خپګان(Depression) باندی د پام وړ دي.
پریشاني او هیجان (Anxiety disorders)
په هغو سیمو کې چی د ۱ کیلومترشعاع په دننه کې په سلو کې ۱۰ زرغونی سیمی وی، د پریشانی او هیجانی تشوشاتو کلنی پیښی په زرو کې ۲۴ وی حال داچی په هغو وګړو کې چی د استوګنی ځایونه یی په سلو کې ۹۰ شنی سیمی لرلی، ددغه ناروغی کلنی پیښی په زرو کې ۱۸ وی.
د ژور خپګان (Depression) لپاره دغه شمیری په هغو وګړو کې چی په ګڼو ودانیزو سیمو کې ژوند کوی، په زرو کې ۳۲ وی، او په زرغونو سمیو کې په زرو کې ۲۴ وی. څیړونکي داهم ښودلي د ي چی دغه موندنی په هغو ماشومانو چی عمرونه یی د ۱۲ څخه کم دی، ډیر د پام وړ و. پدی مانا چی پدی ماشومانو کې د ژور خپګان (Depression) د پیدایښت خطر په سلو ۲۱ کمیږی.
ددی څیړنی په بهیر کې ځینی ناببره موندنی هم لاس ته راغلی او هغه دا چی شنی سیمی د وینی په فشار باندی کوم ځانګړی اغیز نه درلود او دغه منفی اغیزی په هغو خلکو کې چی عمرونه یی ۴۶-۶۵ و، ډیر د پام وړ و نه په زړو خلکو کې.
څیړونکي پدی باور دي چی زرغونی سیمی د روحی فشار په درملنه کې تر ډیره بریده مرسته کوی اوددی زمینه برابروی ترڅو ټولنیزی اړیکی لاپسی زیات شی. داسی ویل کیږی چی آزاد فزیکی تمرینات او د هوا پاکوالی هم کیدای شی پدی برخه کې یو څه ونډه ولری.
د VU University Medical Centre په پوهنتون کې Dr Jolanda Maas وایی: “دا روښانه ده چی شنی سیمی یواځی د ښکلا، شان او شوکت لپاره ندی بلکی زرغونی سیمی نیغ په نیغه په ناروغیو او د وګړو په روانی حالت باندی اغیزه کوی. دا ډیری (اکثره) هغه ناروغی دی چی شنو سیمو سره تړاو لری، هغه ناروغی دی چی په ټولنه کې پیښی ډیری دی او درملنه یی خورا ګرانه ده په ځانګړی توګه د اقتصاد له نظره. نوپدی اساس دیو سیمی چارواکي باید دغی خبری ته پام واړوي چی ددغه ډول ناروغیو د له منځه وړولو لپاره یو له له ګټورو لارو څخه هم د زرغونو سیمو منځته راوړل دي.”د Lancaster د چاپیریال ساتنی مرکز یوه کارپوهه پروفیسره Barbara Maher وایی دغه څیړنه په ډاګه کوی چی شنی ساحی په یوه سیمه کې داسی یو محراق جوړوی چی ددغه محراق په چارچاپیره فضا کې سالمه روغتیا په ځانګړي توګه په ماشومانو کې منځته راځی. ددغه محراق مثبتی اغیزی په ډیر اغلب ګمان د هوا دښه والي له امله منځته راځی. هر هغه څه چی مونږ د نوي عصر دککړی فضا څخه ژغوري یوه ښه پدیده بلل کیږی
.